ایکنانیوز د خبری سایټ له قوله راپور راکړی، د مصر د اوقافو او اسلامی چارو وزیر اسامه الازهري په یولړڅرګندونو کې ووئيل؛په مصر کې ؛مکتب خانو ته د بیرته ستنیدا ؛په نوښت کې دوه ډوله مکتبونه شاملیږي چې لومړی ډول ئې هغه واقعي مکتب خانې دی چې د جوماتونو په څير په مشخصو ځایونو کې ترسره کیږي او دوهم ډول غه مجازي او انټرنیټي مکتب خانې دي چې خپل ماموریت د ماډرن ارتباطي وسایلول له لارې ترسره کوي څو د د مخاطبانو لمن لازیاته کړئ شي.
هغه زیاته کړې ده ، د ؛مکتبونو بیرته ستنیدا؛ پلان، د عالمانو او نوښتګرو په تربیّت او د وړتیاؤ په کشفیدا پسې د یوې تعلیمیاته او مسنجمې ټولنې رامینځةکیدا او له دینی افراط پالنې سره مبارزه ده.
د مصر د اوقافو وزیر د دغه لوړ الوت کونکي پلان موخو ته د رسیدا لپاره د ټولو اورګانونو ترمینځ دملګرتیا د روحیې په قدرونې اوستاینې سره ټينګار وکړ، دغه نوښت د دیني او تعلیمي سالمو اصولو په اساس ،د نسلونو د جوړولو لپاره یو چورلیزي ګام دی.
اسامه الازهري دې ته په اشارې سره چې دغه نوښت د مصر د تعلیمي او کلتوری هویت د لوړتیا لپاره ددغه هیواد د اوقافو وزارت دهڅو په چوکاټ کې ترسره کیږي، ووئيل؛ نوي مکتبونه په ماډرن او پرمختللو اصولو باندې په تکیې سره به، د قرآن کریم د حفظ،لیک لوست او د بې سوادئ د ریښې د ویستلو لپاره د وړتیاؤ کشفیدا او د مصر د اصیلو ارزښتونو د تثبیتولو لپآره هڅه وکړي .